غزل

که يو ځل مې هغه جان وليدی درېغه

رحمان بابا

که يو ځل مې هغه جان وليدی درېغه

سرفراز مې سرگردان وليدی درېغه

چې تمام جهان په عقل غلبېل کړمه

رېز مرېزه مې پيکان وليدی درېغه

د وجود گلزار يې درست سره اغزي شو

خارستان مې ياغستان وليدی درېغه

روغ صورت لکه بادشاه صحت يې تخت دی

ناست په تخت مې شاه جهان وليدی درېغه

د تن ښهر يې خرابه خرابي شوه

بيا مې دا خراب ودان وليدی درېغه

لکه زه چې له مخلوقه گرېزان يم

سگ مې هسې گرېزان وليدی درېغه

دا سبق راته تعليم شکستگۍ کړ

چې روغ کار مې شکستگان وليدی درېغه

سخت ساعت ځمکه اسمان راته يکسان کړ

فراق ځمکي او اسمان وليدی درېغه

ودې خپلې حيرانۍ وته حيران يم

چې حيران صورت شادان وليدی درېغه

د قرآن او د حديث قرآن وليدی درېغه

بيا په لاس حديث قرآن وليدی درېغه

چې زما زحمت پېغور گڼي و ماته

ما هغه د ځان په شان وليدی درېغه

خپل ياران مې له زحمته په ژړا دي

ما دغه ياران خندان وليدی درېغه

د اشنا زلفې مې ونيوي په لاس کې

بندي لار د هندوستان وليدی درېغه

صبح و شام مې گدايي د يار د در کړی

په دا کار مې ځان مهمان وليدی درېغه

در خانۍ او آدم خان په ارمان لاړل

لرې ماله زړه ارمان وليدی درېغه

مخامخ مې گفتگوی له يار سره کړی

د يار ما دغه احسان وليدی درېغه

چې خطا دې واړه عفوه کړي رحمانه!

يار مې هسې مهربان وليدی درېغه