غزل
که يې مهر و محبت که يې عناد دی
رحمان باباکه يې مهر و محبت که يې عناد دی
ما ديار په يارۍ کړی اعتقاد دی
لکه زه چې په خپل يار باندې مين يم
يو په سله د يار مهر په ما زياد دی
زه اويار که په تن دوه په معنی يو يو
هزار خونې واړه يو ښهر بغداد دی
هېڅ بېلتون زما ديار و بله نشته
کار همه واړه موقوف په خپل ميعاد دی
زه خپل آه آتشين له خدايه غواړم
د اشنا خاطر که موم دی که فولاد دی
په جذبه د عاشقۍ که برهم نه شي
بې دادي دمطلوبانو واړه داد دی
هېڅ موقوف دمعشوقو په حسن نه دی
د عاشق خاطر په خپله مينه ښاد دی
چې د آه و د فرياد طاقت يې نه وي
هر سکوت د بې طاقتو آه فرياد دی
سل په دا رنگه نومونه د عشق نور دي
لکه نوم چې د مجنون او د فرهاد دی
چې يې زړه شي هلته کښېني هلته پاڅي
عشق د عقل و د هنر کره داماد دی
بادشاهان په عاشقۍ کې ملنگان شي
ما او تا غوندې وگړی د چا ياد دی
چې پرېشان د يار د زلفو په څېر نه وي
جمعيت د هغو زړونو لوی فساد دی
که رښتيا له خرابيه سره گنج وي
خرابات د بې بنيادو بېخ بنياد دی
که کمال د کمينۍ په اندازه وي
فوقيت د شاگردانو په استاد دی
چې په يار پسې تر ځان تر جهان تېر شي
په رحمان زمونږه هسې اعتقاد دی