غزل

کشکې زه خاورې ايرې دستا د در وی

رحمان بابا

کشکې زه خاورې ايرې دستا د در وی

چې قدم دې همېشه زما په سر وی

خو يو ځله زما ستا وبله مخ شوی

نور مې مو خه ستا و غشيو ته ټټر وی

تمام تن مې د رنجو په څېر اوړه شوی

خو په ما د تورو سترگو يو نظر وی

په زېړ رنگ په سپينو اوښکو به ما بياموند

که د ترکو ملاقات په سيم و زر وی

ملامت به په ما څه لره وايه شو

که د ستا له دلبرۍ نه څوک خبر وی

مرتبه که ستا د عشق شي ور څرگنده

ملايک به واړه وايي که بشر وی

تماشا به زما هله درښکاره شوه

که ته ما غوندې بېدل وی زه دلبر وی

په خونبار به زما سترگو غوندې نه و

که په مخ يې د تېرو تورو پرهر وی

يا نسيم د صبحدم يا عندليب شوی

چې د ستا په گلشنونو مې گذر وی

د وصال په هوا والوتی مرغه شوی

د هجران په اور کې درست صورت اوبه شوی

نه و زر کاله هوس، نه مري له غمه

سړی سخت دی گڼه يو اثر پرې وشوی

زړه که چاو وی هم له دې غمه به چاود و

چې د يار د بېلتانه خوارۍ په زړه شوی

چې بېلتون ورته اسان دی هغه خلک

ازمېښت لره په ښه د بېلتانه شوی

د رقيب و ناکړدو ته چې نظر کړم

د عاشق له آهه ړوند په تور لېمه شوی

هېڅ پوره به دې نيمگړی نه شي خدايه

که بېلتون د دوه يارانو وبله نه شوی

چې بېلتون د دو يارانو وبله کاندي

د هغو خلکو له مرگه واورېده شوی

خدای رضا لره چا هسې تعويذ وکړی

چې لږ زه د هغه يار تر فهمه ښه شوی

يوځل يار په سترگو وليدی چې دا دی

دغه پسه هر چې شولې بيا هاله شوی

خو لږ نوم يې زما واخستی په ژبه!

نور مې نوم په دا جهان کې پاتې نه شوی

لکه درست عمر په خوله د رقيب کار کا

دغه هسې يوزمان زما په خوله شوی

زه رحمان په دا مامله کې حق حيران يم

نه پوهېږم چې د يار له غمه څه شوی