نظم

ښامار

ګل پاچا الفت

وايي چې يو وخت په کوم لرې ځای کښې

يوه ځنگله کښې يو ښامار اوسېده

چې مسلط په يو اولس باندې و

له دهشتونو هيبتونو سره

په هره ورځ به يوه سره ډولۍ کښې

يوه ښايسته پېغله دخلکو له خوا

ده ته پېشکش وړاندې کېدله مدام

له افسوسونو حسرنو سره

ډېرې ښايسته جونې قرباني شولې

په لوڼو ډېرې ميندې وژړېدې

د يو ښامار د خوشحالۍ د پاره

خاورې ځوانۍ شوې ارمانونو سره

څو چې يوه ورځ په دې لاره باندې

يو غيرتي ننگيالی ځوان تېرېده

د ځنگله خوا کښې يې ډولۍ وليده

د انتظار له عذابونو سر

ځوان چې د ظلم دا قصه واورېده

د يوې پېغلې او سرو شونډو څخه

د غضب اور يې زړه کښې تاو پيدا کړ

د شجاعت له غورځنگونو سره

قسم يې وخوړ چې ښامار به وژنم

يا به خپل سر قربانومه دلته

نه ځمه هر څه که پېښېږي راته

مرسته کوم له اولسونو سره

ښامار چې راغی ده په ډېر شهامت

په تېره توره خوله ورڅيرې کړله

د ښامار خوله څيروي هغه ځي

د بلا خولې ته جرئتونو سره

د يوه ځوان له برکته گورئ

يو اولس خلاص شو د ښامار له خولې نه

په يوه سر له لوی ښامار سره جنگ

ښايي د ځوان له همتونو سره