غزل
خان سلطان ددې جهان
رحمان باباخان سلطان ددې جهان
آخر درومي خوار حيرن
د قضا په ځېل تړلي
په مثال د بنديوان
شېرين ځان ور څخه درومي
نه يې زور شي نه يې توان
که ښندي مال وملک دواړه
هېڅ رنگ نه مومي امان
نه يې مل نه يې حامي وي
درد يې ورشي په خپل ځان
درمانده ورته ولاړ وي
وزيران او وکيلان
هيڅ دارو يې کړلی نه شي
کوز کوز گوري حکيمان
بادشاهي يې پاتې کېږي
زړه يې چوي په ډېر ارمان
چې يې روح له تنه بېل شي
نور پرې ژاړي فرزندان
يوساعت ورباندې ژاړي
آخر صبر کا خواران
بيا يې غسل لره واخلي
په تخته باندې عريان
په جامو کې هوسېږي
مرده شوی او غاسلان
چې له قبره يې بازگشت کا
مال يې يوسي ميراثيان
په مسند يې دعوی کاندي
هم دوستان هم دښمنان
سهيلۍ يې هم تالا کا
هغه خپل مصاحبان
نام نښان يې هسې ورک شي
لکه عين بې نښان
نه يې نقش پاتې کېږي
نه يې اسم په جهان
دا دنيا آب روان ده
نه شي نقش په آب روان
که هزار آبادانۍ کا
نهايت خانه ويران
لکه باد هسې به تېر شي
هغه دور د دوران
دا بيان دور او دراز و
کوتاه قطع کړ رحمان