غزل خندني هسې لر بر گرځي برسېري خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 خندني هسې لر بر گرځي برسېري برابر په تورو وربشي سرتېري 02 يو مرغه په سرو په سپينو قيمت مومي بل هزار حيله په توره پيسه پېري 03 په غوټه کې ټپوس کله لکه باز وي که يې خلق د منگولو څښتن شمېري 04 مېړنی لېوه حمله په ښکرور کا نامرد يا په ورغومي يا په لېري 05 دا دوه څيزه پټوه، په څه به پټ شي د نامردو نامردي، د ښځو نمېري 06 اوښتو لره پخته کوتر بايده دی د بازيو هنر هيڅ نه زده کټمېري 07 په جاهل خلق کې ورک شو چې عاقل دي يو يو بيت به دخوشال پېري په زېري د قاموس مانا × اصلي کلمه