غزل خندني هسې لر بر گرځي برسېري Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خندني هسې لر بر گرځي برسېري برابر په تورو وربشي سرتېري 02 يو مرغه په سرو په سپينو قيمت مومي بل هزار حيله په توره پيسه پېري 03 په غوټه کې ټپوس کله لکه باز وي که يې خلق د منگولو څښتن شمېري 04 مېړنی لېوه حمله په ښکرور کا نامرد يا په ورغومي يا په لېري 05 دا دوه څيزه پټوه، په څه به پټ شي د نامردو نامردي، د ښځو نمېري 06 اوښتو لره پخته کوتر بايده دی د بازيو هنر هيڅ نه زده کټمېري 07 په جاهل خلق کې ورک شو چې عاقل دي يو يو بيت به دخوشال پېري په زېري Dictionary meaning × Headword