غزل
خراب زړه مې د دلبرو هوا يووړ
رحمان باباخراب زړه مې د دلبرو هوا يووړ
د هوا له وړيو چا زده چې چا يووړ
گوښی گوښی ښايسته مې زړه وکاږي
زه و کوم يوه ته وايم چې تا يووړ
چې مې زړه لره د تورو زلفو ځای غوښت
هغه زړه راڅخه تورې بلا يووړ
د سېلاب په مخ کې کله د چا خوب شي
شېرين خوب راڅخه ډېرې ژړا يووړ
هغه عقل چې مې لاف د خودرايۍ کړ
په يوه پياله دميو مينا يووړ
هغه رخت چې مې د صبر د سکون و
هېڅ رانه کړه مهوشانو ويړيا يووړ
څو يې وړی فراغت له درست جهانه
هغه هومره يې يوازې له ما يووړ
که يې يووړ خسته دل مې ترې قربان شه
نا اشنا وو وړی نه دی اشنا يووړ
هېڅ ناحق پرې شوي نه دي که حق وايم
معشوقې د رحمان زړه په رضا يووړ