غزل

خدايه مه کړه نا اميد هغه وگړی

رحمان بابا

خدايه مه کړه نا اميد هغه وگړی

چې اميد يې وي د ستا په کرم کړی

ستا له رحمه به زه ولې نوميدي کړم

چې دې نام دی د رحيم په نام نومړی

خواست زما قبول کړې ای ملک الملکه

ستا داسم اعظم روی مې دروړی

خلاص مه کړه بنديوان ښه دی چې مرينه

چې په غاړه يې وي ستا دمينې پړی

همېشه به رنځړی او رېمن گرځي

چې يې نهال وي په سينه دمينې زړی

که مداح ستا د الطاف وي چې يې خلاص کا

گڼه يې نه شي خلاصېدی د عشق سيند وړی

دا نيمگړی سړی ننگه دخپل نام کا

ته خو خدای يې چې په هېڅ نه يې نيمگړی

هېڅ بنده دې په بندگۍ کې ليده نه شي

څو تا خط د آزادۍ نه دی ور کړی

دا همه واړه شوميت دی د شومانو

گڼه نه د چا په زېرمه نه يې ستړی

چې بې تا يې په زړه بله هوا گرځي

تر مقصوده به ونه رسي دوه زړی

هر چې ستا په لار قدم دراستۍ کېږدي

که يې زيان وي زه رحمان يې پوروړی