غزل
خدايه زړه د مهرويانو مهربان کړې
رحمان باباخدايه زړه د مهرويانو مهربان کړې
ما له ياره، يار زما سره يکسان کړې
هغه درد چې داشنا د بېلتانه دی
رفع دفع يې د وصل په درمان کړې
ته چې ما منع کوې ديار له لوري
کشکې باد د سحر منع په بوستان کړې
غم د هجر په بتر تر همه درد دی
له دې غمه مې په امن په امان کړې
کاروبار دعاشقۍ چې ډېر مشکل دی
دا مشکل زما په ما باندې اسان کړې
حجاب لرې کړه زما ديار تر ميانه
بې حجابه مخ ديار راته عيان کړې
که مطلب د نور چا نورې مرتبې دي
ما گدای په استانه دخپل جانان کړې
که دا نور عالم و بله خوا ته گورې
ما په لوري د دلبرو نگران کړې
نه به ما منع کړې ته له خپله ياره
نه به کوز په ځمکه ستوري د اسمان کړې
زه چې يار لره ورځم په هغې لارې
مهتر خضر مهتر الياس مې رهبران کړې
تاريکي د معصيت را څخه واخلې!
د طاعت په روښنايۍ مې زړه روښان کړې
چې زما په پرېشانۍ يې زړه ښه کېږي
زړه يې ما غوندې په يار پسې پرېشان کړې
چې زما په چمن راشي گستاخي کا
د شبنم په څېر بې عمر يو زمان کړې
چې آزاده د منکر تر سره پرېوځي
د فلک په څرخ مې نوره د زبان کړې
هغه غشی چې د ترکو د غمزو دی!
هر کلام مې د هغه غشی پيکان کړې
چې کشور د افغانانو معطر کا!
د هر بيت مصراع مې زلفې خوبان کړې
چې هر حرف يې د نافې په څېر خوشبوی دی
برکت مې په جزدان په قلمندان کړې
الهي د خپل حبيب له برکته!
دا ساده انشا رنگينه د رحمان کړې