غزل

خدای چې تار په تار ياران بيا سره ټول کا

خوشحال خان خټک

خدای چې تار په تار ياران بيا سره ټول کا

تورې خاورې به په سر د رنتبول کا

د جهان غمونه يو سر، زما بل سر

که سړی يې د باور په تله تول کا

نه مې يار نه مې غمخوار شته په دا غم کې

لکه بې اوبو څوک بند په گرم چول کا

که په پوهه کې دانا د زمانې وي

د زړه غم يې تر هلکو گچو گول کا

چې يې ډول واهه زما په دلگيرۍ

اوس دې ترپه، نڅا هم په دغه ډول کا

چې مستان د يوه جام دي غم يې نشته

که هرڅو يې زمانه په لاس کچکول کا

د پساله صفت يې شي د رنگ يې نه شي

څوک چې پورې په بدرنگه ناوې پسول کا

که د اوسپنو کلا وي چې بخت يار شي

خاوند خدای به يې اسانه لکه شپول کا

چې گلونه د بهار واړه تمام شي

د زړه سود شيدا بلبله په خټول کا

خال يې مست خوني هاتي سنبال کړی

چې ښکاره شي شا به ورته دغم غول کا

د خوشال د رنځ علاج په يوه خدای شي

چې له درده سره تل ښوري اشول کا