غزل خدای چې تار په تار ياران بيا سره ټول کا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خدای چې تار په تار ياران بيا سره ټول کا تورې خاورې به په سر د رنتبول کا 02 د جهان غمونه يو سر، زما بل سر که سړی يې د باور په تله تول کا 03 نه مې يار نه مې غمخوار شته په دا غم کې لکه بې اوبو څوک بند په گرم چول کا 04 که په پوهه کې دانا د زمانې وي د زړه غم يې تر هلکو گچو گول کا 05 چې يې ډول واهه زما په دلگيرۍ اوس دې ترپه، نڅا هم په دغه ډول کا 06 چې مستان د يوه جام دي غم يې نشته که هرڅو يې زمانه په لاس کچکول کا 07 د پساله صفت يې شي د رنگ يې نه شي څوک چې پورې په بدرنگه ناوې پسول کا 08 که د اوسپنو کلا وي چې بخت يار شي خاوند خدای به يې اسانه لکه شپول کا 09 چې گلونه د بهار واړه تمام شي د زړه سود شيدا بلبله په خټول کا 10 خال يې مست خوني هاتي سنبال کړی چې ښکاره شي شا به ورته دغم غول کا 11 د خوشال د رنځ علاج په يوه خدای شي چې له درده سره تل ښوري اشول کا Dictionary meaning × Headword