غزل خدای دې مخ د هيڅ غافل راښکاره نه کا خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 خدای دې مخ د هيڅ غافل راښکاره نه کا د غافل سره دې ما اواره نه کا 02 په هر لوري نو بهار دی غوړېدلی سترگې وخوره چې به دا ننداره نه کا 03 هغه څوک چې د الف په توري پوه شو نور په خوله د نورو توريو شماره نه کا 04 هغه څوک دی چې په حال زما خبر شي چې گرېوان به تر لمنې پاره نه کا 05 په يوه نظر يې هر څه له ما يووړه چې هيڅ نشته نور نظر دوباره نه کا 06 د چارپايو په حساب دي سړي نه دي چې په ساز دسوختگانو ناره نه کا 07 طبيبان د رنځ و هر لوري ته ډېر دي رنځوران ولې د وخته چاره نه کا 08 د تقوا غليمې! دف کېږده له لاسه په ډهلي ښار کې څوک نقاره نه کا 09 واړه ستا دا تورې سترگې خوشال وژني دا قتلونه څه طالع ستاره نه کا د قاموس مانا × اصلي کلمه