غزل
خدای دې وژغوره له هرې پرېشانۍ
رحمان باباخدای دې وژغوره له هرې پرېشانۍ
ای زما د کور و کلي ودانۍ
عاشقي چې ما گڼلې دانايي وه
اوس خبر شوم له دې خپلې نادانۍ
تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه جاروځي
څه په کار دي پوچ بې ځايه پښېمانۍ
وداني په يوه دم کې شي ويرانه
مرد هغه دی چې ودانۍ کا ورانۍ
لکه باد چې ځان وهي له کوه و دشته
زه په تا پسې کوم سرگردانۍ
دا خو زه د ستا د غم سره لوڅېږم
څوک له دېوه سره کا پهلوانۍ
چې په آب و په آتش په خاک و باد وي
څه اميد دی په هغې زندگانۍ
ته چې دا رنگې اوږدې اوږدې وعدې کړې
کشکې راکړې و ما خط د امانۍ
که ته زه په هغه وخت وی چا به نه کړې
دمجنون او د ليلی قصه خوانۍ
زما ستا و نندارو ته به حيران وو
که ژوندي وی آدم خان او درخانۍ
و هر چا ته چې يې وايم حيرانېږي
څه به وايم د رحمان له حيرانۍ