نظم
ښکاري باز
ګل پاچا الفتباز نيولی په منگولو کښې سيسۍ وه
خوندوره مزه داره ښه مړۍ وه
چې يې راوړه خپل خاوند ته سلامته
بې څه طمع بې احسانه بې منته
چا ويل ورته چې ای بازه نادانه
څه ليدلی تاله لاسه د انسانه
چې په لاس کښې ورکوې پخپله ځان ته
ورته نيسې دهوا پرندگان ته
ولې بل مرغه نيولی له غړۍ تا
ولې ورکړله انسان ته دامړۍ تا
تا پخپله ولې نه خوړه هوا کښې
پاتې نشوې ولې دې لويه فضا کښې
له پنجود بنيادمه چې شوې خلاص ته
څنگه راغلې ورته بيا په ډېر اخلاص ته
قدرت تا لره درکړي لوی وزرونه
ستا پرواز لاندې خدای کړي اوچت غرونه
شپې او ورځې دې په ښکار شې تېرولی
پخپل واک آزاد ژوندون شې ته کولی
څه احتياج لرې انسان ته په نړۍ کښې
څه فايده ليدلې تا په غلامۍ کښې
چې له دې هسکې فضا راښکته کېږې
د انسان حضور ته خپله راټيټېږې
پټې سترگې تار په غاړه زندگی کړې
بل دپاره ښکار کوې خوشې خواري کړې
په کوم تار باندې تړلی ته انسان يې
چې تابع دده د حکم او فرمان يې
بازويل چې انس الفت دانسانانو
رابېل کړی يم له ډلې د مرغانو
اوس له دوی نه خپل زړه نشمه شکولی
د اطلسم هېڅ وخت نشم ماتولی
په ځنگلو او غرو د پاسه پروازونه
ما پرې ايښی ده د پاره دا سيلونه
زما فخر د انسان په لاس ختل دي
خوښ زما د انسان کورکښې اوسېدل دی
زه خادم کړمه الفت د انسانانو
مقرر کړم دوی قصاب دهمنوعانو
يو زه نه ډېر حيوانات
د دوی تابع دي
فيل په دومره لوی وجود دوی منقاد دی
انس الفت يو لوی سبب د انقياد دی
اس دده په سورلۍ گوره چې مستي کړي
اوښ دده په مخ کښې ټيټ شي او پستي کړي
په الفت سره تابع وحشي حيوان شي
ښه ملگری يو انسان د بل انسان شي