غزل
ښكليه څاروان مې شهكاروان به دې شم
پیر محمد کاروانله ځانه ستړى يمه ځان بهدې شم
سپينه كوتره شه پرواز را وكړه
غيږ راكوه شينكى اسمان به دې شم
لوله مې تل په ترنم ،ترنم
غزل،غزل يمه ديوان به دې شم
يو تږۍ ګل شه انتظار مې وكړه
زه راوريږمه باران په دې شمه
رخش داروامې درته زين ولاړ دى
راشه رستم مې شه داستان به دې شم
ښكاري خونه يم هوسۍ څله تښتې؟
چېرته به درومې بيابان به دې شم
راشه جنت مې شه جنت به دې شم
راشه ايمان مې شه ايمان به دې شم
راشه مېلمه مې شه مېلمه به دې شم
راشه مېزبان مې شه مېزبان به دې شم
د زړه له غوټو مې غمي جوړه وه
راشه د سرو غميو كان به دې شم