غزل خلق ناديه دي په خبرو پسې ځغلي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 خلق ناديه دي په خبرو پسې ځغلي ځار تر عارفانو چې په حال دي پوهېدلي 02 دوه او يا مذهبه پکې هومره قال و قيله واړه سر هوا په خپل مطلب پسې دي تللي 03 ډېر دي کتابونه مشتمل په دېرش خرفونه کل واړه که گورې له الفه دي زوولي 04 سل بهيي سل سېبه چې يې مات په يوه ځای کړې سل به بلل نه شي سره يو دي، ما ليدلي 05 واړه نور دنمر دي هم دننه هم دباندي هر چېرته دا نور دی په هر ښهر په هر کلي 06 زه خوشال خټک يم د رندانو په مشرب کې نور ويل مې نه زده مختصر دي ماويلي د قاموس مانا × اصلي کلمه