غزل خلق ناديه دي په خبرو پسې ځغلي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خلق ناديه دي په خبرو پسې ځغلي ځار تر عارفانو چې په حال دي پوهېدلي 02 دوه او يا مذهبه پکې هومره قال و قيله واړه سر هوا په خپل مطلب پسې دي تللي 03 ډېر دي کتابونه مشتمل په دېرش خرفونه کل واړه که گورې له الفه دي زوولي 04 سل بهيي سل سېبه چې يې مات په يوه ځای کړې سل به بلل نه شي سره يو دي، ما ليدلي 05 واړه نور دنمر دي هم دننه هم دباندي هر چېرته دا نور دی په هر ښهر په هر کلي 06 زه خوشال خټک يم د رندانو په مشرب کې نور ويل مې نه زده مختصر دي ماويلي Dictionary meaning × Headword