غزل
خو ناڅاپه د ابلیس له ټګۍ وروسته
پیر محمد کاروانساده زړو ته د سهوې خطا راغله
په خوراک د هغې ونې د مېوو دوی
بې حجابه شول د دواړو حیا راغله
پټول دواړو په شنو پاڼو ځانونه
ادم ژاړي هم حوا په ژړا راغله
له جنته لاندې ځمکې ته راکوز شول
ازموینه پرې له خوا د مولا راغله
سره ورک وو خویو بل یې سره بیا موند
په توبویې دزړګو تسلا راغله
رب وځمکې ته ښکلا ورکول غوښتل
چې بي بي سره د ژوند له بابا راغله
پر ژوندون د روژه ماتي زیری وشو
دویالې پر غاړه دنګه خرما راغله