غزل

خو زما په ورمېږه ماتول شېر يې

رحمان بابا

خو زما په ورمېږه ماتول شېر يې

که په مرگ د رقيب هم هسې شمشېر يې

مرگ خو وينې چې په خپله راپسې دی

څه محتاج زما و مرگ وته ډېر ډېر يې

کبر و خيال خو لاله ځايه ستا عادت و

او که نن زما له قصده په بل پېر يې

دا بې شماره عاقلان به شي کم عقل

ته چې دا رنگه په زړه وکښه دلېر يې

ستا خويونه به په خپله ځان څرگند کا

زه به څه وايم چې څو تر بلا تېر يې

له حيرته دې تعريف کولی نه شم

چې په څه رنگ دې ستايم د چا په څېر يې

ما چې ستا د لبو خوند بياموند محظوظ شوم

که سل ځله په تر څه ويل گنډېر يې

د جهان ښکلي که واړه د رحمان شي

خدای دې نه کا چې يې ته له دله هېر يې