غزل
خوږ ژوندون په سړي تريخ کاندي بېلتون
خوشحال خان خټکخوږ ژوندون په سړي تريخ کاندي بېلتون
په سوزانو لمبو پاس کښېږدي لړمون
چې څه زور قوت د زړه وي په گوگل کې
وار په وار يې له دوو سترگو کا بېرون
تر دا هسې عمر، نه عمر بهتر دی
چې تېرېږي ورځ و شپه په ځيگر خون
په ځيگر ځيگر مې ولي، صرفه نه کا
د غم لينديو راته وواهه زنگون
چې د زړه چمن مې روغ و په گلونو
اوس گياه ورباندې نه وينم زرغون
زما زړه طومار د مهرو د وفا دی
څير اوه شي، چا يې زده نه کړ مضمون
که کتان چې مهتاب څيرې کا گانډه شي
سکه زما د زړه به هم وشي گنډون
کشکې څوک هسې پيدا شي،زه راضي يم
چې مې زړه د يار له لوريه کا راستون
په هجران کې که اميد د وصال نه وای
د حيران عاشق به هم له و ژوندون
چې قدم په هغه لار کښېږدي سر درومي
زه همېش په هغه هسې لار کړم يون
يو د بل په ځای کښېني، د دنيا دود دی
زه خوشال قايم مقام يم د مجنون