نظم

خوشحالی او غم

ګل پاچا الفت

خوشحالی: زه يم هلته چې نه غم نه مصيبت وي

نه سوداوي نه تشويش نه عداوت وي

مخالف په منځ کې نه وي واړه خپل وي

د يارانو خوږ مجلس گرم صحبت وي

کدورت او ملال نه وي په خاطر کې

دملگرو و اشنايانو جمعيت وي

دونيا په سود و زيان څه غوغانه وي

نه له چا سره حسداو رقابت وي

طبايع وي موافق صفا وي زړونه

تکلف په منځ کې نه وي محبت وي

لطايف وي ظرافت وي په دنيا کې

ښکلی ناست وي او دمينې حکايت وي

څوک شوخې کړي څوک نازونه يو له بله

کله کله پټ د سترگو اشارت وي

تورې زلفې د ليلی په مخ خورې وی

بې صبری وی، شوق و ذوق ميل و رغبت وي

حرکات وی مستانه کيف وي دمينې

بېخودي وی فکر بل وي بل حالت وي

مامه غواړئ! د سبا په اندېښنو کې

زه يم هلته چې يو دم هم غنيمت وي

هغه څوک چې کړي اوږده اوږده فکرونه

له هغو نه زما تېښته او نفرت وي

ډېر د مال خاوندان ما نه بېگا نه دي

له ډېر عقل سره هم غم و حسرت وي

ما له مينې څه ډکو زړو کې گورئ

زه يم هلته يو له بله چې الفت وي

څوک مې مومی شوق و ذوق دعبادت کې

ځينې وايي په ډېر علم اومعرفت وي

ددنيا حريصان ما څخه محروم دی

که هر څومره ورسره مال و دولت وي

زه په برخه دهغوی يم چې جهان کې

مست په مينه دجمال يا حقيقت وي

غافل نه وي له ښايست او ښکليتوبه

خدای ورکړی د بلبلو طبيعت وي

په نظر د محبت گوري جهان ته

ورسره له خوشبينۍ ډک بصيرت وي

بدبخت نه وي له ازله پيدا شوی

خوی يې ښه نظر يې ښه، ښه يې فطرت وي

د دنيا په نعمتو کې هم ليده شم

که حرص نه وی او پخپل حق قناعت وي

غم : زه پيدا يم له شعور او له احساسه

ما د زړه له کوره هېڅ کله مه باسه

مدام ژاړه په دردمنو رنځورانو

په بد حال او بده ورځ د غريبانو

په دنيا کې کونډې رنډې غريبان شته

په سل رازه زخمي زړونه په جهان شته

څوک چې سترگې لري کله وي بېغمه

اخلي برخه د يوه بل له ماتمه

په اقسامو مصيبت شته په عالم کې

زړه نژدې کړه يوه بل لره په غم کې

غافل مه اوسه د نورو له احواله

چې نور ژاړي ته هم مه اوسه خوشحاله

زړونه سوځي سترگې ژاړي مصيبت کې

څرگندېږي محبت د غم شرکت کې

خپل خوا خوږی په غمو کې معلومېږي

دوستان يو د بل په بده ورځ کړېږي

زه په زړونو کې رقت پيدا کومه

مور او پلار په اولاد باندې ژړومه

عاطفه او رحم مادی پيدا کړی

دا خويونه ما جهان ته دی راوړی

بې له ما زړه له تورو کاڼو سخت شي

فسادت پکې پيداا شي نو بدبخت شي

زه انسان له شفقت سره آشنا کړم

په غافل بې درده زړه کې درد پيدا کړم

ځکه يو د بل په درد باندې ځورېږي

مصيبت کې يو د بل ملگری کېږي

که غمجن شي يو سړی بل يې غمخوار شي

سخته ورځ کې يو انسان د بل په کار شي

لوی باعث د اجتماع او ملگرتيا يم

زړو د پاره هم زه درد يم هم دوا يم

که زه نه يم يو له بله دوستي نشته

ملگرتيا او محبت او خپلوي نشته

سره خاندي په رښتيا هغه کسان

چې وي يو د بل په غم باندې گريان