غزل خسته زړه مې چې نگار هورې هورې وي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 خسته زړه مې چې نگار هورې هورې وي هو بلبل مې چې بهار، هورې هورې وي 02 زه يې ځکه د زلفينو په ارمان يم هر څوک وايي چې گنج ، مار هورې هورې وي 03 که ته يار غواړې ورځه! رقيبان گوره! د گلابو گل چې خار هورې هورې وي 04 د ښاديه خوان يې نورو وته کښې ايښ غم يې واړه چې دا خوار هورې هورې وي 05 په هيڅ رنگ يې اوښته ورځنې نشته لېونی منصور چې دار هورې هورې وي 06 ټپوسی به په مردارو باندې گرځي و هندی شهند چې ښکار هورې هورې وي 07 په گلونو باندې گشت کاندي بلبلې پروانه غريب چې نار هورې هورې وي 08 نه په باغ وي نه په راغ نه په بل لوري د خوشال خاطر چې يار هورې هورې وي د قاموس مانا × اصلي کلمه