غزل خسته زړه مې چې نگار هورې هورې وي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خسته زړه مې چې نگار هورې هورې وي هو بلبل مې چې بهار، هورې هورې وي 02 زه يې ځکه د زلفينو په ارمان يم هر څوک وايي چې گنج ، مار هورې هورې وي 03 که ته يار غواړې ورځه! رقيبان گوره! د گلابو گل چې خار هورې هورې وي 04 د ښاديه خوان يې نورو وته کښې ايښ غم يې واړه چې دا خوار هورې هورې وي 05 په هيڅ رنگ يې اوښته ورځنې نشته لېونی منصور چې دار هورې هورې وي 06 ټپوسی به په مردارو باندې گرځي و هندی شهند چې ښکار هورې هورې وي 07 په گلونو باندې گشت کاندي بلبلې پروانه غريب چې نار هورې هورې وي 08 نه په باغ وي نه په راغ نه په بل لوري د خوشال خاطر چې يار هورې هورې وي Dictionary meaning × Headword