غزل خوږې شونډې دې شکرې نه دي څه دي خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 خوږې شونډې دې شکرې نه دي څه دي کښلي غاښ دې مرغلرې نه دي څه دي 02 بې له تا چې راته نور مخونه ستايي دا وما وته خبرې نه دي څه دي 03 چې تسخير په تورو سترگو کا دزړونو سيه چشمې سحر گرې نه دي څه دي 04 چې دزلفو په زنځير يې زمري بند کړل هوسۍ سترگې زورورې نه دي څه دي 05 چې د باغ سبر يې پستې تر قامت دي پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي 06 وايې! نورې مينې لرې کړه له دله ستا دمخ په دور لرې نه دي څه دي 07 چې لاشې يې د خوشال په زړو څرخېږي سرې لښتۍ يې سرې بنبرې نه دي څه دي د قاموس مانا × اصلي کلمه