غزل خوږې شونډې دې شکرې نه دي څه دي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خوږې شونډې دې شکرې نه دي څه دي کښلي غاښ دې مرغلرې نه دي څه دي 02 بې له تا چې راته نور مخونه ستايي دا وما وته خبرې نه دي څه دي 03 چې تسخير په تورو سترگو کا دزړونو سيه چشمې سحر گرې نه دي څه دي 04 چې دزلفو په زنځير يې زمري بند کړل هوسۍ سترگې زورورې نه دي څه دي 05 چې د باغ سبر يې پستې تر قامت دي پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي 06 وايې! نورې مينې لرې کړه له دله ستا دمخ په دور لرې نه دي څه دي 07 چې لاشې يې د خوشال په زړو څرخېږي سرې لښتۍ يې سرې بنبرې نه دي څه دي Dictionary meaning × Headword