غزل

خوشالا او دولتا مې غلامان دي

رحمان بابا

خوشالا او دولتا مې غلامان دي

زه رحمان په پښتو ژبه عالمگير يم

زه د يار په درد وغم کې غرقاب خوښ يم

په دا درد کې بې طاقت او بې تاب خوښ يم

که ډوبېږم په اوبو يا په اور سوځم

د سرو شونډو په آتش او په آب خوښ يم

چې د يار د خط و خال نخښې په کې وي

زوړند سر په مطالعه د کتاب خوښ يم

تر دا پوچه گفتگويه چې يې اورم

په نغمه په ترانه د رباب خوښ يم

د ريا تر ناقبوله عبادته

د ساقي په ميو مست و خراب خوښ يم

چې نه علم نه تسبيح نه تلاوت وي

له دې هسې بيدارۍ نه په خواب خوښ يم

خاموشي که هر څو لويه مرتبه

زه ديار سره په وسال و خواب خوښ يم

د طوبی د ونې سيوری مې خوښ نه دی

ستا د مخ په لمبو سوی کباب خوښ يم

د يار ډېرې غم خوارۍ يم عاجز کړی

رحمان ځکه په خوردن د شراب خوښ يم