غزل

خوله دې غونچه ده تورگيسو د سنبل پاڼې

خوشحال خان خټک

خوله دې غونچه ده تورگيسو د سنبل پاڼې

پښې دې دي د زرکې، سپينه غاړه دې د زاڼې

شونډې دې ژوندون بخښي، په سترگو کړې خونونه

ژبه دې شکرې دي،دننه په زړه پاڼې

مهر دې له دله لکه مو له مخه ورک شو

رايشه نا ترسې لور د ترک که پټاڼې

هيڅ پرې نه پوهېږم، دا دې زنه، که مڼه ده

خال دې دی په زنې که دانه ده د مماڼې

ته په پالنگ پرېوځې، زه حيران په فکر لاړ شم

پنډ دی د گلونو ، که دا ته پټه په پاڼې

زه هغه خوشال يم چې دې راز لرم ساتلی

ولې هسې وايې چې! تا عشق نهزده نا جاڼې