غزل خوله دې غونچه ده تورگيسو د سنبل پاڼې Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 خوله دې غونچه ده تورگيسو د سنبل پاڼې پښې دې دي د زرکې، سپينه غاړه دې د زاڼې 02 شونډې دې ژوندون بخښي، په سترگو کړې خونونه ژبه دې شکرې دي،دننه په زړه پاڼې 03 مهر دې له دله لکه مو له مخه ورک شو رايشه نا ترسې لور د ترک که پټاڼې 04 هيڅ پرې نه پوهېږم، دا دې زنه، که مڼه ده خال دې دی په زنې که دانه ده د مماڼې 05 ته په پالنگ پرېوځې، زه حيران په فکر لاړ شم پنډ دی د گلونو ، که دا ته پټه په پاڼې 06 زه هغه خوشال يم چې دې راز لرم ساتلی ولې هسې وايې چې! تا عشق نهزده نا جاڼې Dictionary meaning × Headword