غزل
خوی که په دا شان وي دل آزار ستا
رحمان باباخوی که په دا شان وي دل آزار ستا
څه ښادي به کاندي طلبگار ستا
حيف چې اوردی شي ليدی نه شي
حسن لطافت دی پريوار ستا
بيا دوباره نه گوري و بل ته
هر چا چې ليدای دی رخسار ستا
خدای زده چې ته يار د کوم يوه يې
هر طرف ياران دي صد هزار ستا
ځای د پښو ايښودو مونده نه شي
هومره عاشقان دي په دربار ستا
بل به هسې نه وي که يې خدای کا
ما غوندې خاکسار او هوادار ستا
بل گومان په ما باندې ومه کړه
عمر واړه زه او انتظار ستا
عشق له حسنه، حسن دی له عشقه
ته نگار زما يې، زه نگار ستا
ته زما مطلوب يې زه طالب يم
ته زما طبيب يې زه بيمار ستا
ته که تازه گل د نوبهار يې!
زه يم عندليب په لاله زار ستا
جور که جفا ده که ستم دی
واړه مې منلي دي يکبار ستا
جور د چا څوک په بها پيري
زه يم د جوړونو خريدار ستا
يو تار که ضايع شي ستا د زلفو
ځان به صدقه کړم تر هر تار ستا
سل آزماېښتونه دې راوکړه
حيف دی چې لا نه شي اعتبار ستا
تېر يم زه رحمان له هره کاره
اوس مې ملا تړلې ده په کار ستا