غزل

له هغو سره به څه فکر د يار وي

رحمان بابا

له هغو سره به څه فکر د يار وي

چې ياران ئې په هر لور هزار هزار وي

په اشنا پسې ويشتلی هم هغه وي

چې له نورې اشنائۍ ئې استغفار وي

صبوري او قداري دې په ما زوم شي

که بې تا به مې يا صبر يا قرار وي

هر ژوندون د يار په وصل ښائيسته وي

بې مينه که ژوندون وي څه پکار دی

که ديار له لاسه اور په ما بلېږي

هغه اور دې عاشقانو ته ګُلزاروي

په يارۍ کې آزار نشته خدائ دې نه کا

که ذره به زما زړه له تا آزار وي

و هغو ته عاشق نه ويئلئ بويه

چې ئې فکر يا د سر يا د دستار وي

ځائ ئې اور شي چې زنارې شي په غاړه

ولې نه چې ستا د زُلفو زناردار وي

ستا د زُلفو زناردار که په اور سوزي

هغه اور به هم رښتيا ستا د رُخسار وي

هغه جونه به ليلا غوندې رسواشي

چې رحمان غوندې مجنون ئې په ديار وي