غزل
لا منت لرم په دا هم ته اسمانه
خوشحال خان خټکلا منت لرم په دا هم ته اسمانه
ننداره د اباسيند، له مير کلانه
په تيرا په سوات په خوړه ور په ور شوم
بيا مې کوم لوري ته تۀ بيايې اسمانه!
لکه گوی هسې په حکم د چوگان يم
درست وجود پرهار، پرهار يم له چوگانه
سرنوشت مې له ازله مگر دا و
زه به څه لره ماڼه کوم له چانه
قديمي د پښتنو جهل خرتوب و
اوس په طمعه ، په حرص درومي له ميانه
که رښتيا وايم شېرشاه دا هسې نه و
لکه موږ يو نن پيدا له کوهستانه
پښتانه چې بې ننگي کا څوک يې څه کا
گورستان لره به درومو له ارمانه
د خټکو له نفاق، له ناپوهۍ
يا چې غم لرم له خپله خاندانه
چا ته وايم، څو به کښم، څه هومره نه دي
چې تمام شي له مذکوره، له بيانه
دا داغونه چې خوشال لري په زړه کې
رغېدل به يې په تا کېږي سبحانه