غزل
له سمندر سره هوساوي په اسانه روان
پیر محمد کاروانڅاڅکی په نیم وجود پر ځمکه وي په ګرانه روان
له یوه ګل پاڅي د شاتو مچۍ کیني پربل
همداسې ژوند وي له ارمان تر بل ارمانه روان
دلته د خلکو ارمانونه دومره دنګ خونه دي
چې به د دنګو ماټۍ وال وي تر اسمانه روان
ته پر ګل اور تویوې ته پر ګل اوبه تویې کړه
په سرو لمبو کې ناسته ژر شه تر بارانه روان