غزل

له چشمانو مې له غمه اوښکې اوري

رحمان بابا

له چشمانو مې له غمه اوښکې اوري

چې اغيار ته يار زما له قصده گوري

سر و مال به د قاصد تر راتلو ځار کړم

چې خبر راله راوړي د يار له لوري

تر سورکي پېزوان يې ځار شه قلندره

لکه مست هاتي مدام په زنځير شوري

ته چې راغلې خوبان واړه پسې شا شول

نمر چې وخيژي نور ځي پټېږي ستوري

شينکی خال دې د جبين په مخ کې زېب کا

لکه حوره د طوبی ونې تر سيوري

په رحمان د بې غمۍ ساعت حرام شه

لکه بيد مجنون بې شماله ښوري