نظم
لمره!
ګل پاچا الفتپه سپين مخ دې د هجران شپه سبا کېږي
په رڼا دې زموږ مخه رڼا کېږي
باغ و بڼ ددې جهان په تاسمسور دی
بې له تا د ځمکې مخ چې گورم تور دی
نتيجه ستا د رڼا زمونږ ژوندون دی
ستا نظام ته حيران شوی افلاطون دی
تا کتلی په تاوده نظر دنيا ته
دا جهان دی ښايسته کړی دی هر چاته
زمونږ زړو کی ايښی تا د ژوند گرمي ده
ورکه کړی تا زمونږ هره خامي ده
ددې ځمکې هر يو بوټی لويوې ته
د باغو خامې مېوې راپخوې ته
لويول او پخول ستا مشغولا ده
ستا اثر لاندې خدای کړی دا دنيا ده
سپينې واورې دې اوبه کړې غرور رغو کښې
بيا دې کړه روان رودونه په شېلو کښې
تا دا ورځې کړې رڼا زمونږ د پاره
چې مونږ واخلو ښه حاصل له خپله کاره
دا وطن دی ستا مشرق ته زمونږ لمر يې
ته په اصل کښې غټ ستوری د باختر يې
ځکه دلته ستا تاثير له بل هېواده
يو په لسه وينم زيات د ژوند بنياده!
پيدا شوي دی په دې ځای کښې آرين دي
د پوهانو ښه ځانگو همدا وطن دي
آبادي د بلخ هر چاته ده څرگنده
له زړو آثارو ډکه ده داکنده
نورومونږ ځنې اخيستی تل الهام دي
مونږ ډېر مخکښی آباد کړی خپل باگرام دي
تا ليدلی دي باميان او هډه دواړه
درته گوري هندوکش په هسکه غاړه
خيرخانه ده که غزني که سرخ کوتل دی
منډی گگ او لښکر گاه روښان مشعل دی
وه زمونږ ډيوه په هر وخت کښې روښانه
درويزه کړی هرچار زمونږ له خوا نه