نظم

لوبه

عبدالباري جهاني

تا خو به زر ځله پر مخ باندي وهلى يمه

تا به په سرو سترګو شړلى يمه

ترټلى يمه

ته به زما مينه ځوانيمرګه بولې

او زما داستان به درته ختم ښکاري

خو زما په وينه کي د ميني اور ځالۍ کړېده

داسي لمبه ده چي ما هم سوځوي

او د زمان زمهرير

هغه بڅري سړولاى نه سي

زه له نصيبه مرور

زما د سرکښي ميني

زما د مغروري ککرۍ او بې پروا لېونتوب

د خپل قسمت پخلا کول نه دي زده

ما چي فلک په غشو ولي زه يې هم ولمه

او لا لرمه په تيرکش کي غشي

زمانه! زما لوبه لا ختمه نه ده

يو ځلي بيا در وزم

زه به در وزم

زه به چيغي وهم

او د تقدير سره د جنګ پر ميدان

د تندي نښي بدلول غواړمه

هغه جنون چي په نامه يې هستېدلى يمه

اظهارومه او ښيمه درته

چي ستا ځنځير مي لېونتوب ايسارولاى نه سي

ستا زولنې مي له دې لاري اړولاى نه سي

زه به دروزم

او د جنګ پر ميدان

د خپلي ميني ازمېيل غواړمه