غزل
ما چې سترگې و گل رخ ته واړولې
رحمان باباما چې سترگې و گل رخ ته واړولې
په هغو سترگو مې وينې وژړلی
د عمل جزا مې بيامونده بر حقه
دا د ستور دی چې کړې هغه اخلي
تر غمزو يې يو په سله زړه قاتل دی
تل چړې تورې په کاڼي تېرولې
خود کرده به څه تاوان له چاته غواړي
چې يې غوڅې په خپل تېغ کړې سپينې خپلې
ما لا مرگ دا ستا په مينه کې هاله ليد
چې گدای د بادشاهۍ لافې وهلې
له خوبانو به څوک څۀ رنگ وفا غواړي
سروې کله کشمشي مېوه نيولې
په دربار يې سنډاسي شه ورته کښېنه
تار په تار د سر وېښته ايرې مښلې
که يې لاس دخدای په کار کې رسېدلی
بدې بخرې به چا کله قبلولې
چې دې نېکي دې و نېکانو ور کوله
دې بدانو څه بدي نه وه غوښتلې
څوک له خاورو ايرو پاڅوې تخت ور کړې
څوک له تخته د ايرو په ډېران ولې
ستا په نيت د اشنايۍ نه وصنمه
د رحمان سترگې دې ولې نه گنډلې