غزل

ما د نيت خبره ووی و ناکس ته

خوشحال خان خټک

ما د نيت خبره ووی و ناکس ته

نور څه نه په تن يې ووې وعس ته

خوږې شونډې به يې نه مومې، وهه يې

سر په دواړو لاسه، وايه! و مگس ته

دی پخپله د خپل ځان په سوختن خير دی

د گداز له حاله څه وايې قفنس ته

زه چې نن دا رنگينه خبرې وايم

پرې پوهېږم چې به پاتې شي بيا پس ته

و توتيانو ته مې پرېښودې خبرې

دا مرداره جيفه پاتو شوه گرگس ته

يا يې رنگ، يا يې اواز د ځان بلا شي

څوک چې اچوي مرغونه و قفس ته

گله! نور عيب دې نشته عيب دې دا دی

چې په وازو سترگو گورې و هر خس ته

د غفا د کال بهار گوره خوشاله

چې د مړو به يې هوا وشي هوس ته