غزل ما د نيت خبره ووی و ناکس ته Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ما د نيت خبره ووی و ناکس ته نور څه نه په تن يې ووې وعس ته 02 خوږې شونډې به يې نه مومې، وهه يې سر په دواړو لاسه، وايه! و مگس ته 03 دی پخپله د خپل ځان په سوختن خير دی د گداز له حاله څه وايې قفنس ته 04 زه چې نن دا رنگينه خبرې وايم پرې پوهېږم چې به پاتې شي بيا پس ته 05 و توتيانو ته مې پرېښودې خبرې دا مرداره جيفه پاتو شوه گرگس ته 06 يا يې رنگ، يا يې اواز د ځان بلا شي څوک چې اچوي مرغونه و قفس ته 07 گله! نور عيب دې نشته عيب دې دا دی چې په وازو سترگو گورې و هر خس ته 08 د غفا د کال بهار گوره خوشاله چې د مړو به يې هوا وشي هوس ته Dictionary meaning × Headword