غزل
ما فراق د حبيبانو ژړوي
خوشحال خان خټکما فراق د حبيبانو ژړوي
زړه په ما د رقيبانو سړوي
چې سېلاب زما د اوښکو را روان شي
عمارت زما د صبر نړوي
عشق زما په عقل وکړې هسې چارې
چې هلک مې په خبرو اړوي
مه هجران وای، مه دده ترخه غمونه
چې مې تل له خواږه عمره مړوي
د فراق په شپه يې خوب په ما حرام کړ
دايم مالگې مې په سترگو دوړوي
په پيغام يې د وصال هسې تازه شم
لکه باد د گل غوټيه غوړوي
يمه پوخ د عشق په کار لکه کودړی
نور مې څه دغم و اور ته کړوي
په ليدو پسې يې مرم، سخ د هغو دی
چې و مخ وته يې سترگې غړوي
که د زړه په محبت شي خوشال ځوان دی
په دا سپين ويښته يې خلق زړوي