غزل ما فراق د حبيبانو ژړوي Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ما فراق د حبيبانو ژړوي زړه په ما د رقيبانو سړوي 02 چې سېلاب زما د اوښکو را روان شي عمارت زما د صبر نړوي 03 عشق زما په عقل وکړې هسې چارې چې هلک مې په خبرو اړوي 04 مه هجران وای، مه دده ترخه غمونه چې مې تل له خواږه عمره مړوي 05 د فراق په شپه يې خوب په ما حرام کړ دايم مالگې مې په سترگو دوړوي 06 په پيغام يې د وصال هسې تازه شم لکه باد د گل غوټيه غوړوي 07 يمه پوخ د عشق په کار لکه کودړی نور مې څه دغم و اور ته کړوي 08 په ليدو پسې يې مرم، سخ د هغو دی چې و مخ وته يې سترگې غړوي 09 که د زړه په محبت شي خوشال ځوان دی په دا سپين ويښته يې خلق زړوي Dictionary meaning × Headword