نظم
مه راکوه
ګل پاچا الفتغنا دزړه او سترگو راکړه دنيا مه راکوه
ډوډۍ نه غواړم د ډوډۍ اشتها مه راکوه
راکړه توفيق د ډېروگرانو او مهمو کارو
جنت او حورې ماته خوشې وړيا مه راکوه
چې مقابل کې يې دنيا او عقبی هېڅ شی نه وي
هغه عمل راکړه تش زهد ور يامه راکوه
زه به غمونه د خوارانو غريبانو خورمه
د چا د غوښو ماته غوړه ښور وامه راکوه
چې ننباسې د يوه وينه د بل بدن کې
ډاکتره ته ماته دارو او دوامه راکوه
چې له وطن سره اخلاص صدق ووفا نلري
ورسره جوړنه يمه درس د وفا مه راکوه
پښې چې ږدي دچا په سر د چا وليو باندې
ماته دا رنگه تفوق اعتلامه راکوه
هر څه چې ماته راکوې هغه پښتون ته ورکړه
د ځان د پاره هېڅ ارزو تمنا مه راکوه
چې ويده ويښ نکړی په ويښ باندې اثر ونکړي
هغه بې خونده بې تاثيره وينامه راکوه
هغه کار وکړه چې يې گټه ټول عالم وويني
نور په خبرو او وعدو تسلی مه راکوه
پس له دې ظلم ناروا د هېچا نه منم زه
د زور او ظلم قبلولو فتوا مه راکوه
د ابراهيم خليل الله قرباني ستايه راته
د خوف او ويری سبق ماته ملا مه راکوه
چې نا اشنا وی له غمونو او دردونوسره
هغه بې غمه او بې درده اشنامه راکوه
چې لکه شمع توره شپه د چا رڼا نه کاندي
ماته بې سوزه بې گدازه ژړا مه راکوه