غزل
ما سحر سبا ليدلی و د چا مخ
رحمان باباما سحر سبا ليدلی و د چا مخ
چې مې درسته ورځ ونه ليده د ستا مخ
دا خو مخ زما و تا وته خدای هېڅ کړه
گڼه هر يو اشنا گوري د اشنا مخ
ډېر مخونه د جفا دې راڅرگند کړه
لا به کله راڅرگند کړې د وفا مخ
څو دمرگ په تماچه اوښتی نه دی
اوښتونی له تا مه گڼه زما مخ
زه په تا پسې راغلی په دا مخ يم
که ته نه وې ما په څه کول په دا مخ
ما به څه لره په تا پسې ژړا کړه
که مونده شوی بل د ستا په څېر زېبا مخ
د رقيب طمع مې نه وه ستا پهدر کې
په جنت کېدې راوښود دبلا مخ
زه به څه رنگ د رقيب و مخ ته گورم
کله اهل سُنت گوري د ترسا مخ
د چکنا چکنۍ بېلتون په نيمه شپه وي
ستا زما په حال غماز شه د سبا مخ
رحمان ستا په مخ دا ورانه دنيا گوري
خدای بې تا راڅرگند مه کړه د دنيا مخ