غزل
ما شراب خوړلي نه ، په حد واهه شم
خوشحال خان خټکما شراب خوړلي نه ، په حد واهه شم
كه يې وخورم ، خبر نه يم چې به څه شم
په هر لوري چې نظر كوم اغيار دى
د زړه حال وچاته وويلى نه شم
زمانې راباندې وكړې هسې چارې
لكه در د خرمهرو سره پييه شم
د اورنگ پادشاه په دور عدل نشته
تر طناب لاندې په شهر كې لوټه شم
كه د رنځ دارو مې كړې طبيه ! وخت دى
هاله ستا دارو ومه شه چې په تله شم
خپل خوني وچاته څه ښايم په گوته
چې د چا د لاسه مرمه ، خود ليده شم
درسته شپه لكه اغزي په زړه څرخيږي
د فراق غمونه ، څرنگه اوده شم
هېڅ په سترگو ليده نشي ، يو قصاب دى
نه يې لاس نه يې چاړه ، په زړه ورژه شم
لكه و په هغه شان په وفا ټينگ دى
چې تر يار يې خجل نه كړم ځار تر زړه شم
په دا لوڅو پوڅو نه رسم تر سرايه
د سيميا علم مې نشته ، چې مرغه شم
خلق تشې تسې كا، زه له ځلې
د هلك غوندې د هر سړي په خوله شم
الهداد چې بند په بند گوتې په تار ږدي
د خوږ زړه دمه مې شي ، څه خو تابه شم
نه شېخان ، نه طبيبان ، نه ساحران شته
چې له دې رنځه د چا په سبب ښه شم
زه خوشحال له نورو څه لره فرياد كړم
په زړه زړه واړه په خپل غشې ويشته شم