غزل
مدام ناست يم وچ گوگل سترگې په تم کې
رحمان بابامدام ناست يم وچ گوگل سترگې په تم کې
عشق راوښود بحر و بر په خپل حرم کې
ما چې زخم ستا د تورې په خوله ښکل کړه
نور مې دا لذت بيا نه موند په مرهم کې
خود مجنون چې سر په پښو د ليلی کښېښو
سرفراز شه په عرب په عجم کې
زورور مدام غالب وي په کمزوري
زه له نوره غمه خلاص يم ستا په غم کې
لکه زه چې مستغرق يم ستا په غم کې
بل به نه وي په جمله بني ادم کې
لکه مړی د ژونديو تر ميان پروت وي
هسې بېل يم له عالمه په عالم کې
هېڅ دمه مې د دم گريو په دم نه شي
هم په دا چې زما دم دی ستا په دم کې
نه مې بې تا نگ وپوی، نه جستجوی شته
مراد مې ته يې په هر دم په هر قدم کې
که نصيب مې شي کوغالې ستا د سپيو
وبه نه کړم نور نظر په جام د جم کې
زړه مې هسې ستا په زلفو پسې ورک شه
لکه غوټه له چا پرېوځي په تورتم کې
سره په وينو د سرو گلو په څېز زانگي
هزار زړونه ستا د زلفو په هر خم کې
زه رحمان کناره خوښ يم له عالمه
بارې ستا سترگو رسوا کړم په عالم کې