نظم

ماڼيجن

ګل پاچا الفت

سر کښې د لښکر خو روان يم مگر افسونه يم

لکه په کلام کښې مبتدا يمه خبر نه يم

يم بنيادي کاڼي ددې لويې ودانۍ ځکه

خاورو لاندې يمه څوک مې نه ويني بهر نه يم

ستا دمخې سپريم او د تورو گذارونه خورم

جنگ جگړه چې نه وي بيالايق ستا د نظر نه يم

هرڅه زما په سردي په وطن باندې مې سرايښی

نه وايم سردار يمه خو وايمه بې سرنه يم

وينم گورم اورم چې نور څه کوي مونږ څه کوو

ستانو کرکه يمه مگر گوره کوروکر نه يم

يم لکه زيتون په تورو غرونو او رغونو کښې

لوی بې تربيته شوم خو بيا هم بې ثمر نه يم

دا زما نصيب دی زه همدغسې راغلی يم

زړه بايلم په هر چا زه د هېڅ يوه دلبر نه يم

زه به غريبی کړم ته زما په سر خانې کوه

تا به معتبر کړم که زه خپله معتبر نه يم

څو چې يو لرنه شي بل يوکله برکېدلی شي

ځکه مانه بر يې چې زه ښکته يمه بر نه يم

ته له مانه مخکښې په دې راز ښه پوهېدلی يې

ستا د سر دعا کومه ځکه چې زه سر نه يم