نظم
ماشوم
ګل پاچا الفتچې نوی گل د پسرلی ددې دنيا ومه زه
چې پاک له هر راز خيانت او له گناه ومه زه
زړه ه نزدې د خپلې مور غېږ کښې مې ځای درلوده
د سترگو تور دزړگی سر دخپل بابا ومه زه
جاروقربان به مې سل ځله په يوآن اورېده
لايق د مينې هغه وخت کښې د هر چا ومه زه
د پېغلو جونو لونگين سره مې لوبې کړلې
لاس به مې اچاوه گرېوان ته بې پرواومه زه
خپل او پردی به په نظر د محبت ليدلم
په حقيقت کښې د تمام کلی ليلاومه زه
په ډېرو سترگو کښې مې مينه د خپل ځان ليدله
په زړه کښې گران د ډېرو خلقو په رښتيا ومه زه
رموز د مينې راته مور په يو نظر وښوده
له گړېدلو مخکښې پوه په دې معنا ومه زه
چا به چې ډېر پخپلې غېږ کښې اخيستم په مينه
په تش ليدو به يې خوشحال او په خندا ومه زه
که لږ نظر زما د هغه وخت ژوندون ته وکړی
د مور په غېږ کښې محبت سره اشنا ومه زه
که هر څه هېر کړم عشق او مينه هېرولی نشم
سترگو ليدلی محبت له زړه ويستلی نشم