نظم مگر خضر مې مدد شي دعا راکا خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 مگر خضر مې مدد شي دعا راکا چې لاهو بېړۍ مې ووځي له خطره 02 نور څه نه که يې يو خال په نظر کښېوځي دخوشال مهره به ووځي له ششدره 03 خشته زړه مې چې نگار هورې هورې وي هو هزار مې چې بهار هورې هورې وي 04 زه يې ځکه د زلفينو په ارمان مرم هر څوک وايي چې گنج مار هورې هورې وي 05 که ته يار غواړې ورځه رقيبان گوره د گلابو گل چې خار هورې هورې وي 06 ټپوسان به په مرداره باندې گرځي و هندی شهند چې ښکار هورې هورې وي 07 په هيڅ رنگ يې اوښتنه ځنې نشته دېوانه منصور چې دار هورې هورې وي 08 نه په باغ دی نه په راغ نه په بل لوري دخوشال خاطر چې يار هورې هورې وي د قاموس مانا × اصلي کلمه