نظم مگر خضر مې مدد شي دعا راکا Khushal Khan Khattak Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مگر خضر مې مدد شي دعا راکا چې لاهو بېړۍ مې ووځي له خطره 02 نور څه نه که يې يو خال په نظر کښېوځي دخوشال مهره به ووځي له ششدره 03 خشته زړه مې چې نگار هورې هورې وي هو هزار مې چې بهار هورې هورې وي 04 زه يې ځکه د زلفينو په ارمان مرم هر څوک وايي چې گنج مار هورې هورې وي 05 که ته يار غواړې ورځه رقيبان گوره د گلابو گل چې خار هورې هورې وي 06 ټپوسان به په مرداره باندې گرځي و هندی شهند چې ښکار هورې هورې وي 07 په هيڅ رنگ يې اوښتنه ځنې نشته دېوانه منصور چې دار هورې هورې وي 08 نه په باغ دی نه په راغ نه په بل لوري دخوشال خاطر چې يار هورې هورې وي Dictionary meaning × Headword