غزل

ميخوران که يې خبر شي له مستۍ نه

رحمان بابا

ميخوران که يې خبر شي له مستۍ نه

د رحمان د ميخانې شراب د څښو دي

مخ د يار شمس وقمر درې واړه يو دي

قد و سروې صنوبر درې واړه يو دي

حاجت نه لرم په شهدو په شکرو

لب ديار شهدو شکر درې واړه يو دي

که بې ياره د بستر درې واړه يو دي

نار و خار و دا بستر د پاسه پروت يم

چې و در او وديوار ته يې نظر کړم

باغ بوستان ودغه در درې واړه يو دي

چې غبار يې دکوڅې راباندې راشي

دا غبار مښک و عنبر درې واړه يو دي

خدای د يار له هجره هېڅوک خبر مه کړه

تاخت او قتل دا خبر درې واړه يو دي

هغه دم چې سړی درومي له جهانه

تورې خاورې سيم و زر درې واړه يو دي

قلندر چې په رښتيا قلندري کا

خان سلطان او قلندر درې واړه يو دي

ور دې نه شي په پردۍ ځمکه هېڅوک

کور و کر اومبصر درې واړه يو دي

چې دې نه په کې يو يار نه دې اشنا وي

هغه ښهر، بحر و بر درې واړه يو دي

په دوکان د نابيناوو جوهريانو

خر مهری لعل و گوهر درې واړه يو دی

پسران دې عار زما له عشقه نه کا

پاک عاشق پير او پدر درې واړه يو دي

په سبب د ظالمانو حاکمانو

گور او اور او پېښور درې واړه يو دي

غزا وشوه که ځان ستايي و رحمان ته

بې هنر او گاو خر درې واړه يو دي